د افغانستان کې د انګرېزي یرغل ماتې د سلمې کليزې په وياړ “مفتون”

“مفتون”

تورو تيارو ته روڼ سهر يمه تاريخ وګوره
زه د تاريخ د اسمان لمر يمه تاريخ وګوره

د شيطاني لښکرو زور او فَرېب مات نه کړمه
کلک د ايمان او غيرت غر يمه تاريخ وګوره

په سد کوم هره صدۍ کې هر بې سده انسان
د لېوني جهان ډاکتر يمه تاريخ وګوره

هره پېړۍ کې پړمخ ولمه د وخت پاړوګر
زه له منتره بالاتر يمه تاريخ وګوره

افغانستان يم چې راځې په احترام به راځې
زه ادېره د يرغلګر يمه تاريخ وګوره

په مرګ کې ژوند وينم په جنګ کې مې جانان وينمه
د حق په سر کې تېر له سر يمه تاريخ وګوره

ظالم ته اور شمه چې غاړه ورکړم ویې سېزم
مظلوم ته خوږ لکه شکر يمه تاريخ وګوره

د وخت سرزوري مې سرماتي او سرټيټ ولېږل
حق پرست ځواک يم زورور يمه تاريخ وګوره

چې باچاهي مې ملنګي کړه د مېلمه په خاطر
ګوره! ملا محمدعمر يمه تاريخ وګوره

لکه يوسف اوس راته کاندي باچاهان سلامي
هغه ورک شوى برادر يمه تاريخ وګوره

زما په شتون د دې بې خونده نړۍ خوند جوړ دى
مفتونه دومره خوندور يمه تاريخ وګوره

مربوطه مطالب

Back to top button