کابل ټکی کام (شنبه، ۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر “سلیمان سویلو” نن يوې خبري غونډي ته په وينا کې ادعا کړې چې د ترکيې د وسلوالو ځواکونو له خوا د سوریې د “العزاز” په ښارګوټي کې د داعش وسلوالې ډلې د سرتيرو بریدونو مسئول “ناصر عبیده” چې په “یوسف حوبا” يې شهرت درلود نيولی
د سويلو په خبره چې يوسف حوبا په نړۍ واله کچه د انټرنټ له لارې د داعش وسلوالو ته د سرتيرو بریدونو روزنه ورکوله.
سلمان سويلو زياته کړې چې د سوریې د “العزاز” په ښارګوټي کې نیول شوی د داعش ډلې دسرتيرو بريدونو مسئول “يوسف بوحا” ددې ډلې یو نوم وتې مشر دی.
دمعلوماتو له مخې “بوحا” د بمونو په جوړولو او سرتيرو بريدګرو ته د روزنې ورکولو په برخه کې ځانګړې وړتيا درلوده.















