(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۳، یکشنبه)
د ولسي جرګې غړي وايي، په وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې تسليم شوي داعشيان د حکومت له لوري بيرته ازاد شوي او د حکومت له لوري يوځل بيا د جګړې لومړيو کرښو کې ځای پر ځای شوي دي.
د ولسي جرګې غړې بلقيس روشن پرون د غونډې په امتيازي ساعت کې وويل، اشرف غني په جلال اباد کې بغير له کوم ضمانت او يا سند څخه تسلیم شوي ټول داعشيان ازاد کړي تر څو بيا ځلې د جګړو کرښو کې ځای پرځای شي.
هغې وويل، د داعشيانو ازادول د افغانستان خلکو سره لوی خيانت دی په داسې حال کې د کنړ خلک د داعش له وسله وال فعاليت څخه په تنګ راغلي خو دغه تسلیم شوي داعشیان بيرته کنړ کې د جګړو کرښو ته ليږل شوي څو طالبانو یا دولتي ځواکونو سره جګړې وکړي.
د ولسي جرګې غړو وويل، یوازې کنړ نه بلکې د داعش تسليم شويو جنګياليو ته امکانات برابريږي څو نورو ولايتونو کې هم ورته ډول جنګي جبهې پرانيزي.
له تيرو شاوخوا دو مياشتو راهيسې طالبانو د ننګرهار په اوو ولسواليو کې د داعش پر ضد پراخ عمليات ترسره کړل چې په پايله کې يې له داعش وسله والو په ننګرهار کې ټولې سيمې په پرلپسې توګه ونيولې او سلګونه کسان پکې ووژل شول.
دغه راز د طالبانو د بريدونو له ويرې او دا چې پر هغوی د طالبانو له خوا د محاصرې کړۍ تنګه شوه نو داعش وسله وال چې پخوا يې له حکومت سره اړيکې لرلې سلګونه يې په ننګرهار کې دولتي ځواکونو ته تسليم شول.
د ننګرهار اولسونه وايي، په دغه ولايت کې د طالبانو د عملیاتو په پايله کې داعش مات او خلک بيرته خپلو سيمو ته ستانه شول خو تيره اوونۍ د ګډ حکومت مشر اشرف غني چې ننګرهار ولايت ته يې سفر کړی و، د داعش ماتې يې دولتي ځواکونو ته منسوب او دا يې په داسې حال کې د هغوی بريالي عمليات وبلل چې د ننګرهار په شيرزادو، خوګياڼو، اګام او د شينوارو ولسواليو کې حکومتي ځواکونو د داعش په خلاف هيڅ ډول عمليات نه دي ترسره کړي.