څارنوال حشمت عبیدي
د ډیری شنونکو شپږم حس ددې خبرې تصدیق کوي چې په قطر کې د امریکايانو او طالب استازو خبرو بيا پيل د ټرمپ د سخت مجبوريت نښه ده چې د ملي خيانت د محاکمې له ويرې يې بیا طالبانو سره مذاکرات پيل کړل څو خپل ولس کې د دې ليارې د دموکراتانو په وړاندې کریډټ ترلاسه کړي.
همداسې د امریکايې بندیانو په عوض کې د انس حقاني مالي خان او عبدالرشيد آزادېدل هم ستره فلسفه لري پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي.
د ډبل ډاکټرانو په حکومت کې د ګڼو دولتي ودانیو له مخې د سمنټي ديوالونو لیرې کول هم له ځان سره یو ستر زیری لري او امریکا ته د غوږ تاوولو لپاره د غني ورغوښتل هم د یو ستر نکل غمازي کوي.
ان شاءالله چې مذاکرات د هوکړي په لور روان برېښي.
چی تر څو پورې د غني غلامي موجوده وي د باطل ډیری کرښې به د طالب جان د زور په چف او کف ماتې شي او لاسپوڅی حکومت به د ذلت په سمندر کې لاهو کړي او بی شمیره نورې شیطانی سرې کرښي به هم ماتي او خپله او ولی النعمة امریکایانو ماتي به هم یوه ورځ په خپله خواره خوله ومني.


















