(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۳، يکشنبه)
د دایکندي ولايت امنيتي مسؤولين وايي، چې د دغه ولايت په کجران ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو د طالبانو بريد کې دولس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دایکندي امنيه قوماندان محمد اقا داود وايي، تيره شپه طالبانو د يادې ولسوالۍ په دفاعي پوستو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې اته تنه د ملي اردو عسکر او پوليس وژل شوي، څلور تنه نور ټپيان دي.
نوموړي په دغه نښته کې د لسګونو طالبانو د وژلو ادعا کړې په وينا يې دا مهال د هغوی بريد دفع شوی دی.
خو د ولايتي شورا غړی په یاد بريد کې د ټپي عسکرو شمير زيات دی ښايي تلفات زيات شي په خبره يې امکان لري چې طالبان بيا ځلې پر يادو پوستو بريدونه وکړي.
د ښاغلي جواهري په وينا، په دغه بريد کې د امنيتي ځواکونو یوې پوستې سقوط کړی دی.
طالبانو د بريد مسؤوليت منلی وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې په یاد بريد کې پوسته طالبانو نيولې، د جګړې په ترڅ کې يوولس عسکر وژل شوي او پنځه ميله وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.


















