(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۳، يکشنبه)
د کندهار ولايت امنیتي مسؤولين وايي، چې د طالبانو په بريد کې د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د کشف آمر وژل شوی دی.
د کندهار د امنیه قومندانۍ مرستيال ویاند عبدالبصير خاکسار وايي، پرون ماذیګر شاوخوا څلورنيمې بجې د امنیه قومندانۍ د کشف په آمر محمد نبي باندې د ښار په لومړۍ حوزه کې برید شوی چې نوموړی پکې وژل شوی دی.
د عبدالبصير خاکسار په وينا، نوموړی د طالبانو د چریکي بریدګرو هدف ګرځيدلی دی.
طالبانو د بريد مسؤوليت منلی وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: تیر مازدیګر دکندهار ولایت په اوله حوزه کې زړې قومندانۍ ته څیرمه د قومندانۍ دکشف آمر محمدنبي چي ډیر ظالم کس وو په چریکي برید کې ووژل شو
طالبان د هيواد د کابل په شمول د هیواد په بيلابيلو ښارونو کې چریکي وسله وال ګرپونه او بریدګر لري چې وخت ناوخت چارواکي، د امنيتي ادارو کارمندان او پوځي قومندانان د بريدونو هدف ګرځوي.


















