دایکندي: کجران ولسوالۍ کې په یوې دولتي پوستې د طالبانو برید درنده مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۳ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

حکومتي چارواکي وایي، تېره شپه د دایکندي ولایت په کجران ولسوالي کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله‌وال برید په پایله کې ۱۱ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دایکندي امنیتي چارواکي زیاتوي، د دغه ولایت د کجران ولسوالۍ پر امنیتي کمربند د طالبانو برید کې اته امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په خبره، طالبانو تېره شپه یوه بجه د یادې ولسوالۍ پر کمربندي پوستو بریدونه وکړل، چې تر څو ساعتونو یې دوام درلود.

د یاد ولایت امنیه قوماندان محمد اقا داوود د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، تېر شپه یوه بجه طالبانو د کجران ولسوالۍ پر امنیتي کمربند بریدونه وکړل، د دوی په خبره بدبختانه په دغه جګړه کې زموږ اته پولیس او ملي اردو وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

همداراز د دایکنډي د ولایتي شورا یوه غړې جواهره وايي، په دې برید کې د ټپيانو شمېر زیات دی، کېدایشي د وژل شوو کسانو شمېر هم زیات شي.

مربوطه مطالب

Back to top button