له طالب سره د اللهﷻ مرسته.!!

ليکوال: ابو عمر خپلواک
هغه خلک چي په عصري ټکنالوژي باور لري داسې فکر کوي چي دا دخدای مرسته نو څنګه وي؟ دوی یو قسم رشخند هم وهي چي ایا طالب ته د الله ﷻ له لوري له اسمان څخه روپۍ یا وسلې را ورېږي؟
ګورئ! د طالب په خلاف ټوله کفري نړۍ، چي په راس کې یې امریکا وه، یو ځای شوه بلکي یوازې د طالب خلاف نه، د اسلام خلاف یو ځای شوه؛ ځکه چي طالب په خپل هیواد کي اسلامي نظام پلي کاوه که طالب د اسلامي نظام پر ځای جمهوري یا بل کوم کفري نظام پلي کړی وای بیا امریکا هیڅ کله افغانستان ته نه راتله.
راځم خپلي خبري ته چي د الله ﷻ مرسته څه ډول ده؟
که فکر مو کړی وي کله چې امریکا او ور سره ټوله کفري نړۍ افغانستان ته راتله تاسو به د بي بي سي او نورو غربي رسنیو له خولې دا خبري اورېدلې وي چي امریکا داسي وسایل لري چي په ځمکه کي څومره میتره دننه یوه ستنه هم هدف ګرځولی شي.
یعني دوی داسي وېره خپروله چي طالب خو په هیڅ صورت له امریکا څخه روغ نشي پاتې کېدلی او زما په فکر داسې وسائل له امریکا سره موجود ول
خو هغه وسائل یې الله ﷻ د طالب په مقابل کي ناکام کړل، نن د طالبانو کاروانونه په افغانستان کي په هر ولایت په هره وسوالي کې روان وي امریکا یې پر وړاندې عاجزه ده هیڅ یي په نظر نه ورځي.
کله چي د امریکا ټوله تکنالوژي د طالب خلاف له خاورو سره خاوري شوه او امریکا په دې پوهه شوه چي رښتیا هم جنګ په عصري تکنالوژي او د زیاتو وسائلو په درلودلو سره نه ګټل کېږي، بلکي جنګ په یوه سپېڅلې عقیده ګټل کيږي، طالب زموږ له وېرونکو شعارونو او پرمختللو وسائلو څخه نه ډارېږي ځکه چي د طالب دا عقیده ده چي که زه د امریکا په مقابل کي وژل کېږم نو زه شهید یم او اللهﷻ ماته جنت راکوي.
بیا امریکا په دې فکر کې شوه چي موږ هم باید داسې یو ډله پیدا کړو چي هغه عقیده ولري او د طالب په خلاف یې استعمال کړو.
ددې لپاره امریکا د داعش فتنه را مخته کړه دا عش په امریکا هیڅ یو برید نه ده کړی،
داعش په هیواد کي داسي ناوړه کړنې تر سره کړې چي انسانان خو پرېږده حیوانات به هم داسې کړنې ونه کړي دا کړنې یي د دې لپاره کولې چي دوی له اسلامي امارت سره په جګړه کي ښکېل شي.
اسلامي امارت چي د داعش دغه کړنې ولېدې نو هغه مجبور شو چي د داعش خلاف د جنګ اعلان وکړي.
د داعش فتنه هغه وخت معلومه شوه چي دا د امریکا پروژه ده کله چي اسلامي امارت په داعش حملې پیل کړې هرکله به چي د جنګ په دوران کي داعشیان له ماتي سره مخ کېدل نو امریکایي چورلکې به ددوی مرستې ته راتللې او دا عشیان به یې د طالبانو له منګولو ژغورل
خو الحمدالله د امریکا دغه پلان او پروژه هم د طالب پر وړاندې اللهﷻ ناکامه کړه.
نو دلته د اللهﷻ ښکاره مرسته دا ده چي موږ ته یې حقیقت را پېژندلی ده د امریکا ټول پټ پلانونه او پروژې یې راته رسوا کړې دي نو کله چي دا معلومه شي چي حقیقت څه ده بیا یې پر وړاندي مبارزه ډیره اسانه ده.



