جرمني: دکرسمس ميله کې يوتن له زانګو لاندې وژل شوی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د جرمني په “برلين” ښارکې يوکس د “کريسمس” په میله کي تر زانګو لاندې او وژل شوی.
په زانګو کي په څلورو نورسپرو کسانو پوليسو شک کړې چې ښايي د دغي پيښي لامل شوي وي.
د “کريسمس” میله يا دعيسويانو اختر که څه هم سبا دوشنبه رسما پیلیږي، خو دځوانانو له خوا وختي لا پيل شوی دی.
د ژغورنې د عملې يو ویاند رسنيو ته ویلي، چي دغه سړی پرون شنبه د “برلین” په ښار کې د “کريسمس” د میلې په مهال تر یوې تیزي زانګو لاندي راغلی او مړ شوی، نوموړی د يادې زانګو کارکونکی و.
دچارواکو په خبره د زانګو څخه يې د هغه تر را ویستلو وروسته د هغه دژغورلو ډيره هڅه وکړه خو نتیجه یې ورنه کړه.



