ايران: د وروستيو ناکراريو پړه د سعودي په غاړه ده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د ایران د مذهبي پولیسو مشر “علي رضا عیدیاني” په دغه هیواد کې د تیلو د بیو د لوړېدو په بهانه د ترسره شويو مظاهرو او تاوتریخوالي پړه پر سعودي عربستان اچولې.

“عيدياني” ادعا کړې چې له تاوتريخوالي ډک دا لاریونونه په اصل کې د سعودي عربستان په ملاتړ جوړ شوي.

نوموړی وايي چې د نیول شویو لاریون کوونکو څخه په ترسره شویو تحقيقاتو کې دا معلومه شوې، چې د سعودي استخباراتي ادارې د اسرائيلو او امريکا په مرسته خلک د نظام په خلاف راپارولي.

“علي رضا عيدياني” منلي چې په هیواد کې د مظاهرو په مهال د امنیتي ځواکونو او لاریونکوونکو ترمنځ سختې نښتې شوي او په وينا يې د ايران دوښمنان غواړي هيواد د سوريې او عراق په برخليک اخته کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button