امریکا کې ديو پوځي مړی ۳ کاله وروسته و موندل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا د تکساس ايالت په “ډالس” ښار کې دامريکايي پوځ یو پخوانی غړی په خپل کور کې مړ موندل شوی او د اسې اټکل کيږي چې دمرګ به يې درې کاله وتلي وي.

د “رونالډ وایني وایټس” په نوم ددغه پوخواني پوځي کورنۍ وړاندې پولیسو ته د هغه د لاردکۍ خبر څو ځله ورکړی و.

ددې پخواني پوځي مړی له هغه وروسته ومندل شو چې پوليس د “رونالډ” کور ته د اوبو د نه کارونې د علت د معلومولو لپاره ورغلل.

پوليسو د اپارتمان دروازه ماته کړه او د “رونالډ” مړی یې په داسې حال کې د پخلنځي په خونه کې وموند چې ډير خراب شوي و.

د نوموړی مور “ډاريس سټېفن” چې په نیویارک ښار کې اوسي رسنيو ته يې ويلي، زوی به یې ورسره هروخت اړیکه کې و، خو له درې کالو راهيسې يې اړيکه ورسره پرې شوې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button