خدای دې هغوئ کاندي ړانده په غشو/غزل

غزل: عمر عمري
خدای دې هغوئ کاندي ړانده په غشو
کوم څوک چې ولي پښتانه په غشو
زړه مې ټپي شولو په بشپړ ډول
جانانه! ستا د بېلتانه په غشو
اوس مې د خيال څوکو ته نه الوزي
چا مې ويشتلی دی مارغه په غشو
دوئ ترهګر نه، بې ګناه خلک دي
عسکرو! مه ولئ شپانه په غشو
دا چې تريخ ـ تريخ ښکارم مزه مې نشته
دي مې زخمي د ژوند خواږه په غشو
درته ښېرې او بد دعا به وکړي
پام غلبېل نه کړئ مستانه په غشو
(عمري) زمونږ هېواد کې ووژل شول
هغه راغلي مېلمانه په غشو



