کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ‘هندوستان ټایمز’ ورځپاڼې د خبر له مخې د افغانستان ختيځ ننګرهار ولايت کې د تسلیم شویو ۹۰۰ داعشیانو له ډلې يې ۱۰ تنه هندي وګړي دي. چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
ياده ورځپاڼه د افغان استخباراتي چارواکو له قوله لیکي، چې دغه لس تنه هندي داعشیان هم د نورو داعشیانو په ډله کې د څېړنو په موخه کابل ته لیږل شوي.
راپور وايي، دا کسان د هند له کېرالې سیمې اوسيدونکي دي او په ۲۰۱۶م کال کې د هغو خلکو په ډله کې وو چې له يادې سیمې افغانستان ته له خپلو کورنيو سره يو ځای راغلي وو.
ديادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې دطالبانو له خوا دافغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې دداعش وسلوالو په وړاندې سخت عمليات ترسره شول او له ماتې وروسته په سلګونو داعشيانو دطالبانو له ويرې د حکومت غيږې ته پنا يو وړه.


















