کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴، ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان کرېکټ غوراوي کميټې ويسټ انډيز سره د ټيسټ لوبې لپاره پنځلس کسيزه لوبډله اعلان کړه
د افغانستان کرېکټ غوراوي کميټې مشر ‘انډي مولز’ د ملي لوبډلې د اعلانولو پرمهال وويل: حشمت شهيدي او سيد احمد شيرزاد د ټپي کېدو له امله له لوبډلې بهر شوي دي.
اعلان شوې لوبډله کې راشد خان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، رحمت شاه، احسان جنت، جاويد احمدي، ناصر جمال، افسر ځاځی، ابراهيم ځدران، اکرام عليخېل، کريم جنت، حمزه هوتک، قيس احمد، ظاهرخان، یمین احمدزی او نجات مسعود نومونه شامل دي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ به لومړنۍ ټيسټ لوبه د نومبر مياشتې په ۲۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هند په لکنو ښار ‘ايکانا’ لوبغالي کې پيل شي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان او ويسټ انډيز تر منځ د عزيزي بانک په ابتکار د پيل شويو سياليو له ډلې ويسټ انډيز افغانستان ته په پنځوس اوريزو کې او افغانستان بيا خپلې سيالې لوبډلې ته په شل اوريزو کې ماته ورکړې وه.
















