(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۵، سه شنبه)
د ايران د سپاه پاسداران د امریکا په شمول څلور هیوادونه تورن کړي چې ګنې په دغه هیواد کې د روانو مظاهرو ترشاه لاس لري.
د سپاه پاسدران يوه لوړپوړي چارواکي حسین سلامي ويلي، چې امریکا، سعودي عربستان، اسرائلو او برتانيا غوښتل چې ايران په کورنيو لانجو کې ښکيل کړي.
د حسین سلامي په وينا، ايران دا مهال له خطرناکو کورنيو او بهرنيو ګواښونو سره مخ دی چې بايد پر وړاندې يې کلکه مبارزه وکړای شي.
نوموړی زياتوي، امریکا هڅه کوي چې ايران له خپو وغورځوي خو په خبره يې هيڅکله به يې دغه خوب رښتيا نه شي.
وړمه ورځ د ايران د بوليسو د ديني او سياسي چارو رئيس علي رضا عيدياني په دغه هیواد کې د مظاهرو پړه پر سعودي واچوله چې په وينا يې د لاریون کوونکو ملاتړ کوي.
تيره اوونۍ د ايران د ولسمشر مرستيال اسحاق جهانګيري د فارس خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي و که د ايران په مظاهرو او بې ثباتۍ کې د سيمې هيوادونو لاس لرلو شواهد ترلاسه کړي نو د هغه هيوادونو ژوند به هم په سیمه کې سخت شي.
له تيرو شاوخوا درې اوونیو راهيسې د ايران په ټولو ښارونو کې په څرګنده د تيلو د بيې د لوړوالي پرضد مظاهرې روانې دي چې تر دې دمه پکې دغه مظاهرې په ځينو ښارونو کې پر تاوتریخوالي اوښتي او د پوليسو سره په ډزو کې له سلو زيات کسان وژل شوي، او سلګونه نور د حکومت له خوا نيول شوي دي.

















