پاکستان: په يوه پېښه کې د پنځو پوځيانو په شمول نهه تنه مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۵، سه شنبه)

د پاکستان په ډېره اسماعيل خان سیمه کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله د پنځو پوځيانو په شمول نهه تنه مړه شوي او یو شمير نور ټپيان دي.

د پوليسو په وينا، د مسافرو یو بس موټر له مردان څخه کراچۍ ته پرلاره و چې د ټرک موټر سره يې ټک کړی او یاده پېښه رامنځته شوې ده.

په مړو شويو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

د پېښې ټپيان او وژل شوي ډيری يې د کراچۍ اوسيدونکي دي چې د پوليسو په وينا ټپيان  د تداوۍ لپاره نږدې روغتون ته وړل شوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د دغه ټکر لامل څه دی خو پوليس وايي، په اړه يې پلټنې پيل کړي ښايي د موټرو د تيز رفتارۍ له امله یاده پېښه رامنځته شوې وي.

مربوطه مطالب

Back to top button