کابل ټکى کام (چهارشنه، ۶ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د کابل ادارې اجرایه رئیس او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله تور پورې کوي چې ټاکنو کمیسیون د یوه ځانګړي ټاکنیز ټیم په لارښوونه او غوښتنو عمل کوي.
نوموړي پر خپله فیس بک پاڼه لیکلي، که د ټاکنو کمیسیون دغه ډول غیر قانوني کړنو ته ادامه ورکړي نو دوی به اجازه ور نه کړي چې تقلبي حکومت پر خلکو واکمن شي.
عبدالله عبدالله وایي، په ټول توان به د تقلب پر بنسټ د جوړېدونکي حکومت مخه نیسي، او دایې یو مسلم حق دی.
هغه د ټاکنو پر کمیسیون غږ کړی چې د خلکو رایو ته درناوی وکړي، جعلي رایې باطلې اعلان، او پر قانون دې عمل وکړي.
عبدالله عبدالله دا هم وایي چې د ټاکنو له کمیسیون یې ټولې غوښتنې قانوني دي خو دغه کمیسیون د دوی غوښتنو ته غوږ نه نیسي.
عبدالله د غني ټیم ته په اشارې زیاته کړې، کمیسیون د یوې ځانګړې ټاکنیزې ډلې فرمایشات عملي کوي چې دا به وضعیت لا پېچلی کړي.


















