ټاکنو کمیسیون: ننګرهار او کندهار کې د رایو بیا شمېرنې وروسته لومړنۍ پایلې اعلانوو

کابل ټکى کام (چهارشنه، ۶ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

له اوږدو ناندریو وروسته د ټاکنو کمیسیون وایي چې د ننګرهار او کندهار د رایو بیا شمېرنې تر بشپړېدو وروسته به لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د دې کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ زیاته کړې چې په اوو ولایتونو کې لا هم د رایو د بیا شمېرنې په لار کې خنډونه شته دي خو د خلکو انتظار هم باید ختم شي.

د نوموړې په وینا همدا چې په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شي نو لومړنۍ پایلې به اعلان شي.

د راپورونو له مخې په دغه دوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه د نن ورځې تر پایه بشپړېږي.

 حوا علم نورستانۍ زیاتوي، لومړنۍ پایلې به اعلان شي او تر هغه وروسته که نوماندانو شکایتونه درلودل نو شکایتونه به یې څېړل کېږي.

ټاکنو کمیسیون تر دې وړاندې هم د پایلو د اعلان ژمنه کړې وه؛ خو لاهم د ددوو میاشتو په تېریدو دا کمیسیون د پایلو په اعلان نه دی بریالی شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button