عربستان: د مکې ښار په هغه هوټل کې اور لګېدلی چې لسګونه عمره کونکي پکې اوسېدل

کابل ټکى کام (چهارشنه، ۶ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د سعودي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد مکې مکرمې ښار، په هغه هوټل کې اور لګېدنه رامنځته شوې چې لسګونه عمره کوونکي پکې اوسيدل.

د رسنيو د راپور له مخې، د دې ښار په السفله سيمه کې يو ناڅاپه په داسې حال کې اور ولګيد چې یاد هوټل له ۱۸۰ پاکستاني عمره کونکو ډک وو.

ځينې راپورونه بیا وايې چې لومړی د ډزو غږونه اوريدل شوي او وروسته اولګيدلی دی.

تر دې مهاله ددې اورلګيدنې دقيق او کره تلفات لا نه دي معلوم، خو د هوټل تعمير په مکمله توګه سوځېدلی او له منځه تللی دی.

حکومت دپیښې ځای ته اور وژونکې ډلې استولي، اور يې کابو کړی او پولیسو د دې پیښې د پوره تحقیقاتو ډاډ ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button