چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

خالد او ملالۍ، د فحشا لړۍ؛ یوه کړۍ.!!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 28, 2019
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
47
ځلې شریک شوی
589
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال:سمرگل زمان

خواله رسنیو کې د اسدالله خالد او ملالۍ شینواري د بنډار یوه برخه اوړي را اوړي، له حیا وتلې خبرې، تر موقفونو ټيتې کیسې او تر تصور پورته لغړتوب يې ځینو هغو مینه‌والو ته چې فکر کوي د اسدالله خالد تر سرپرستۍ لپاره جنګېدونکي ځوانان د امریکايي پروژې قربانیان نه؛ بلکې «سرتېري» دي، نه منونکې ښکارېږي که خدایزده هڅه کوي چې ځان دغسې ناپامه واچوي.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

دوی فکر کوي چې د دوی د ټولو په نوم مشرانو باید مستند واقعات خپاره وروسته يې بیا په اړه قضاوت وشي، خو دوی هغه موقف، هغه حالت، هغه ظاهري چلند، هغه ادارې هغوی شرایطو او قراینو ته نه ګوري چې که اسناد وي کنه؛ لیدونکي متیقین کوي چې دلته څومره حالت ګډوډ روان دی.

څو کاله وړاندې پلازمېنه کابل کې میتودیک افغانستان دفتر کې د ښځو د حقونو اړوند غونډه کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله اعتراف وکړ چې دولتي ادارو کې فحشا اوج ته رسېدلې او زموږ ښځینه همکارانې له جنسي ځورونې شکایتونه کوي.

سږکال په ارګ کې د جنسي اړیکو رسوايي، د فوټبال فدراسیون کې جنسي رسوايي او تازه بیا د ملالۍ شینوارې او اسدالله خالد د فحشايۍ تازه کلیپونه راوتل دا باور لا پخوي چې د کوم نظام اساس امریکا ايښی وي، هلته خو اسلام پرېږده د عادي ټولنیزو اخلاقو تمه هم نه شي کېدلی.

یوه ټاپه، یو جواب!

اسدالله خالد د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ ته منسوب دی، د امریکايي ادارې په راتګ سره هغه د غزني ولایت هم وکړ، په یاد ولایت کې يې د فحاشۍ کیسې هغه وخت دومره په اوج کې وې چې حتی د پوهنې د هغه وخت رییسه فاطمه مشتاق او ښارته څېرمه د نجونو دوه لېسې، جهان ملکه او شهر کهنه د اسدالله خالد د خسر خېلو په ادرسونو مشهور و، چې بې له ناغې به يې په اوونۍ کې دوه ځله سر ورښکاره کاوه، د ولایتي شورا د یو وکیل کور يې یو بل د فحشايۍ ادرس و.

خو اوس څو ورځې وړاندې هغه ګواښ وکړ چې که هر څوک د ټاکنو په نامه روانه ډرامه بحراني کېدو ته کش کړي، پوځ به يې په پوره توان مخې ته ودرېږې، له دې ګواښ څو ورځې وروسته دا دی د هغه او د ملالۍ تازه ټوټه نندارې ته وړاندې کېږي، ځینې پلویان يې په دې نندارې د دسیسې ټاپه وهي!

دسیسه له حقوقي اړخه هغه پروسه ده چې یو څوک مقابل لوری په داسې دام کې ښکېلوي چې اصلاً هغه دام هغسې نه وي، یعنې په لوی لاس یوه پېښه ورته جوړوي او بیا غواړي فشار پرې واچوي او خپله دعوه پرې ومني، خو د اسدالله خالد او ملالۍ دا نوې ټپې د کرزي د وخت دي، هغه وخت چې اسدالله خالد به لا ښايي خصي شوی نه و او ملالۍ هم د امریکايي ډیموکراسۍ هوا تازه په مستۍ راوستې وه، نو د هغه وخت اسناد اوس را پورته کول دسیسه نه شي کېدلی، خو موږ ته يې د څېرې په لا بربنډتیا کې مرسته وکړه او «جنګ سګها خیر فقیرا» شو او لا دا تمه کېږي چې دا امریکايي لاسپوڅي به همداسې د یو بل له ضده د یو بل پرتوګونه د یو بل څټونو کې تړي او نړۍ او قام ته به لغړ او مختوري درېږی. ان‌شاءالله

یو اعتراف!

د دې ادارې اساس پر ناروا اېښودل شوی او دلته چې د اشغال پل وي نو د هر ډول کفر تمه بې ځایه نه ده، یو وخت د روزګان وژل شوي وکیل عبیدالله بارکزي د ژوندون تلویزون انګړې کې غونډه کې وژړل، وايي یو ځای کې له یوې غونډې راووتم چې لمونځ وکړم، نو مې څادر لاس کې دی او عسکر ته مې وویل چې تر دې کوچنۍ دروازه به تېر شم هلته به میداني کې لمونځ وکړم، چې کوچنۍ دروازه مې خلاصه کړ، افغانې پېغلې په نېکر او سینه بند کې له امریکایی عسکرو سره په ساعتېري اخته دي، څوک فوټبال کوي، څوک غېږو کې پراته دي، څوک ولیبال کې، عسکر درب دروازه پورې کړه، زما سترګو کې اوښکې راغلې عسکر هم راسره په ژړا شو، وايي وکیل صاحب دا که دې تر دې نادرې ولېدلې!

خو له دې عسکر سره دومره وجدان نه و، چې دی د یو څو پیسو مقابل کې د همدې خور فروشۍ امنیت نیسي، له دې مثاله که شاته لاړ شو، ولایتو او د ولسوالیو په کچه وګورو، نو هر ولایت کې ښځينه همکارانې یوازې د جنسي ساعتېرې الې دي، د ولایت مقام له شرابو پرته بد ښکاري، یو وخت د کندهار خبریال خالد هادي د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور د کارکوونکو دواخان منیه پال او نورو عکسونه خپاره کړي و، چې بوتلې ورسره دي او نشه وضعیت کې دي، دا نو ډېر لوی بد کار بلل کېده، خو اوس په هر ولایت کې د لوړپوړو مېلمنو لپاره، چرس، شراب، پوډر، ټابلیټ کا، نجونې او هلکان یو نقد شرط دی!

که بیا چېرته بهرني مېلمانه پرې پېښ شي بیا نو د ولایت د مېلمستون واک له دوی سره کېږي زیاتې د ګیلې ځای نه پاتې کېږي، نو مهمه نه ده چې د هرې ناروا لپاره موږ ویډیو یا غږیز کلیپ سند وګرځو، بلکې باید اعتراف وکړو چې څوک د کفر صف کې درېږي له هغه د ګناه نه؛ بلکې د کفر د هرې ناروا تمه کېږي!

لوی ټکي: اسدالله خالدفحشاکليپملالۍ شينواری
مخکینې مطلب

ښونځيو کې جنسي ځورونې د ديموکراسۍ بله ډالۍ.!!

بل مطلب

انډونیشیا حکومت: د موبایل څخه د راګرځولو په خاطر ماشومانو ته چورګوړي ورکوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com