ليکوال: ابوصفيه مبارز
نږدې يوه مياشت وړاندې د رسنيو له لوري د لوګر ولايت په يو شمير ښونځيو کې د زده کوونکو د جنسي ځورونو په اړه راپورونه خپاره شول، چې په کې ويل شوي و د دغه ولايت په ګڼو ښونځيو کې په ۵۵۰ ماشومانو جنسي تيري شوي دي.
ياد خبر د اولس له پراخ جدي غبرګون سره مخ شو او په اصطلاح له حکومت څخه يې وغوښتل چې ياده موضوع تعقيب کړي او عاملانو ته دې سزا ورکړل شي؛ خو متأسفانه چې د کابل ادارې له لوري نه پلټنې وشوي، نه ددې بوګنونکی پيښې عاملين مجازات شول، بلکی دوه هغه فعالان د حکومت له لوري ونيول شول چې ياده موضوع يې په لومړی ځل رابرسيره کړې وه، له قرباني شويو زده کوونکو سره يې مرکې کړې وې او د عدالت غوښتنې غږ يې پورته کړی و.
نيول شوي فعالان د کابل ادارې بدنام استخباراتي ارګان (اين، ډي، ايس) په زندان کې په زور اړ کړل، چې له خپلې ادعا تېر شي. داچې په په دې ورورستيو کې د هغو کسانو د نيولو او وژلو لړۍ ښه په تيزي سره روانه ده، چې حقائق رابرسيره کوي؛ نو دغه دوه فعالان د خپل ژوند خوندي ساتلو لپاره ظاهرا له خپلې ادعا تيرشول بښنه يې وغوښته .
البته دا کيسه په دې ډول جعل کاريو نه ختميږي؛ ځکه په ښونځيو کې چې کوم ماشومان له جنسي ځورونو سره مخ شوي، د هغوی او د هغوی د کورنيو مستندي ويډيويي مرکې شتون لري. نړيوالې، کورنۍ اوسيميزي رسنۍ پرې هره ورځ راپورونه خپروي، تردې چې ځينې هغه ماشومان د شرم او غیرت په نوم د خپلو کورنيو له خوا وژل شوي اوځينو کورنيو بيا خپل کورونه پريښي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې داسې راپورونه خپريږي، بلکی له دې وړاندې هم په ارګ، پارلمان او دفوټبال په فدراسيون کې د جنسي ځورونو په اړه راپورونه خپاره شوي وو، چې تر ټولو وروستی يې د کابل د حکومت ددفاع د وزیر اسدالله خالد او د پارلمان وکيلې ملالۍ شنيواری ته منسوب صوتی کليپ دی، چې غير اخلاقي خبرې پکې کوي.
دا چې هيواد مو د کفري اشغالګرو له خوا اشغال دی او په اولس د حکومت په نوم داسې شرم تپل شوی، چې هر وخت يې زموږ اسلامي او ملي عنعنانات مسخره کړي، د لوګر وروستۍ زړه بوګنونکې پيښه هم زموږ مسلمان اولس ته دديموکراسۍ ډالۍ اوپه لوي لاس يو پلان شوې کړنه ده، ترڅو د افغان مسلمان اولس د ايمان ګراف معلوم او احساسات يې مجروح کړي.

















