راپورتاژ: عقاب افغان الحنفي
تېره شپه په ټولنیزو رسنیو کې د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد او ملالۍ شینوارې یو نهه دقیقه ییز ویډیویي کلیپ خپور شو چې د خواله رسنیو دفعالانو سوړ بازار یې بې انتهاء تود کړ.
یاد کلیپ کې له اخلاقي پلوه ډېر شرمؤنکي رازونه افشاء شوي چې هر بااحساسه اورېدونکی او کتونکی یې په کتلو او اورېدلو دشرم احساس کوي.
د دې غږیز کلیپ په اړه ویل کیږي چې پخوانی، او دولسمشر کرزي د وخت دی، خو اورېدونکو ته نوی، او دقسماقسم تبصرو نوی تبلیغاتي فصل ګڼل کېږي.
یاد کلیپ دهغو ادعاوو د اثبات ښه سند ګڼل کېږي چې دې وروستیو کې د ارګ او ګډ حکومت شرمؤنکې《دښځو جنسي ځورؤنه》لاسته راوړنه بلل کېږي.
د کلیپ په یوه برخه کې خالد، له شینوارې سره دجنسي اړیکو ساتلو په پار او نرخ خبر کوي خو هغه ترې یو لک ډالر او یو لک یورو غواړي، خالد ورغبرګوي، هغه نور ۱۳ وزیرانو نه مو څومره اخیستې وې؟ ملالۍ په خندا ځواب ورکوي چې هغوی سره خو ډېر نه پیژنم تاسره زیاته پېژندګلوي لرم.
د دې کلیپ ځینې هغه جملې چې د بې شرمۍ وروستۍ کرښې یې ماتې کړي، دقلم عظمت ته په کتلو د لیکلو نه دي؛ خو دا جملې د مخففو الفاظو په کښلو سره دټولنیزو رسنیو دفعالانو توده موضوع ده.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حکیم تورسن هم دا ویډیو په خپله فیس بک پاڼه د《رادیو عشق ایف ایم》تر عنوان لاندې نشر کړې چې دحکومت پلوو تر توهین آمیزه ښکنځلو سره مخ شوی.
د طالبانو ملاتړو لیکوالانو بیا دخپلې هغې ادعا داثبات لپاره چې 《دا حکومت یواځې دجنسي اړیکو دترویج لاسته راوړنه لري》 دا نوې ویډیو ښه سند یاد کړی دی.
دا ویډیو داسې مهال رسنیزه کېږي چې د دوستم او ایشچي، فوټبال فدراسیون مشر اوبغاړو ترڅنګ تیره اونۍ دلوګر ولایت په ښوونځیو کې د جنسي ځورونو خبرونه رسنیز شول چې د حکومت دبې شرمیو داغ دار مخ یې لا بدرنګ کړ.