انتخاباتو کمېسيون: د پاتې ولايتونو د رايو تر بياشمېرنې پايلې نشو اعلانولی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د انتخاباتو د کمېسیون مشره، حوا علم نورستانۍ وایي، ترڅو پورې چې په پاتې اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو بهير نه وي بشپړ شوی لومړنۍ پایلې نشي اعلانولی.
نوموړې چې نن یې په پلازمينه کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، د رایو له بيا شميرلو څخه موهدف له ناپاکو رایو څخه د پاکو رايو بيله ول دي او که چېرته موږ ته د تفتیش اجازه رانکړل شي نو موږ به څه ډول وکولی شو رایې باطلې اعلان کړو.
“نورستانۍ” د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، موږ د هیچا تر فشار لاندې نه يو او په پوره بې طرفۍ اوصداقت به د قانون پر بنسټ خپل کار ته دوام ورکوو.
د نوموړي په خبره، چې د رایو شمېرنه د ټولو انتخاباتي ټیمونو د ناظرینو په حضور کې ترسره شوې او که چېرته دا رایې له وخت مخکې او یا وروسته کارول شوې وي، نو ولې ناظرینو ورباندې لاسلیکونه کړی دی.
اغلی نورستانۍ دولسمشرۍ دچوکۍ له ټولو نوماندانو وغوښتل چې د انتخاباتو قانون ته دې درناوی ولري او موږ ته دې اجازه راکړي چې خپله دنده په سمه توګه مخ ته یوسو. نورستانۍ زیاته کړې، موږ ته یوازې بایومټریک رایې دمنلو وړ دي او د همدې رایو پر بنسټ به په لنډه موده کې خپله پرېکړه اعلان کړو.



