سعودي: ۲۰۰ حوثي زندانیان خوشې کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ايتلاف د ۲۰۰ تنو حوثي زندانیانو د خوشې کولو خبر ورکړې.

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې د عرب ايتلاف ویاند “ترکي المالکي” ویلي دي چې د دغو زندانيانو په خلاصون يې يو مثبت ګام پورته کړی او د یمن د روانې ستونزې د حل په خاطر د سولې دخبرو او د “ستوکخلم” د تړون ملاتړ کوي.

دالمالکي په وينا چې دښه نيت دښودلو لپاره يې ۲۰۰ حوثي زندانیان خوشې کړي دي.

له بل لوري د حوثي وسلوالو یو تن جګپوړي پوځي چارواکي “محمد علي الحوثي” د خپل ټویټر له لارې په خپور کړي پيغام کې د ۲۰۰ تنو حوثي زندانیانو د خوشې کولو نه د یو نیک اومثبت اقدام په توګه یادونه کړې ده .

مربوطه مطالب

Back to top button