ولسمشر غني ته نور له ارګه مرګ غوره دی!!

خاکسار

ولسمشر غني چې د کرزي ځايناستی ولسمشر دی او دافغانستان د ولسمشرۍ دعوا کوي او له لومړي سره يې واک ته رسېدل لا د جنجالونو پيلامه وه، چې بيا يې حکومت په دوو برخو ووېشه او په نړۍ کې يې منځته راوړی دولت په دوه سرې ادراې وپېژندل شو.

که څه افغان ولس په لومړي سر کې ولسمشر غني ته ډېرې هيلې درلودلې خو وروسته معلومه شوه چې ولسمشر په ټوله معنا امريکايي ګټو ته زمن دی او د افغان ولس د عزت، ناموس، ابرو او هيڅ شي پروا هم نه لري.

ولسمشر غني که څه هم په لومړي سره کې ډېر مقررات او انتخابونه وکړل او په دغو انتخابونو کې اکثره د افغان ولس هغه قاتلين شامل وو کوم چې به دولتي خلکو هم قاتلين بلل، يا هم د هغه امرکايي پوهنتون فارغان عياش فکره محصلين چې اصلاً امریکا د همدې لپاره روزلي وو، واک ته يې ورسول.

د بېلګې په ډول امر الله صالح چې د افغان ولس ستر قاتل او جنايتکار دی، بايد د افغان ولس په وړاندې محاکمه شي خو ولسمشر غني نه يوازې د دولت لوړ پوسټ ورکړ بلکې د افغانانو دوژلو او لوټلو لپاره يې ورسره د دولت ساز په نامه ټيم هم جوړ کړ.

د ولسمشر غني يوه پنځه کلنه دوره که څه ختمه وه خو دامریکايانو په زور يې د کرزي د دورې جوړ شوی اساسي قانون تر پښو لاندې کړ او د خپل واک موده يې د ټاکنو تر وخت وغځوله خو دا دی ټاکنې هم ترسره شوي دي او ولسمشر غني لا هم جمهور رئيس دی.

د ټاکنو نامعلومې پايلې هم ښيي چې ولسمشر غني ته نور له ارګه مرګ ښه دی او نور نو غني د ولسمشرۍ وړتيا نه لري.

بل لور ته د لوګر د ۵۵۰ مکتبي شاګردانو د جنسي ځورونې پېښه نو د ولسمشر غني په تندي تور داغ دی  او داسې داغ چې د ټولې نړۍ ډيموکراسي يې بدنامه کړه.

که څه هم د لوګر د پېښې څېړنې لا نه وې بشپړې چې د دفاع وزير يا سرپرست اسد الله خالد يو صوتي پيغام رسنيز شو چې ملالۍ شينوارې سره يې پکې د جنسي اړيکو خبرې اترې کړې وې.

نو دا ټول هغه څه دي چې ولسمشر غني بايد نور له ارګه مرګ غوره وبولي.

مربوطه مطالب

Back to top button