کابل ټکى کام (پنجشنه، ۷ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
عراقي لاریون کونکو د چهارشبنې په شپه د نجف په ښار کې د ایران کونسلګري پدې منظور وسوځوله چې په عراق کې د ایران له مداخلو سره خپل مخالفت اعلان کړي.
که څه هم د عراقي مظاهره چیانو پدې اور کې د ایران کوم دیپلومات نه دی ژوبل سوی، خو د شیعه عراقیانو دا اقدام تهران ته یو څرګند پیغام لري او هغه دا چي عراقیان نور پخپلو داخلي چارو کي د ایران مداخله نه شي زغملای.
دا دوهم ځل دی چي په نجف کي عراقي شیعه ګان د ایران پر کونسلګرۍ باندي حمله کوي.
که څه هم د عراقیانو دوامداره اعتراضات کلا سوله ایز دي، خو پولیسو تر اوسه پوري( ۳۲۰) مظاهرچیان وژلي او ۱۵۰۰۰ نور یې ټپیان کړيدي.
په نجف کي د ایران د کونسلګرۍ سوځول په سیمه کې نورو اشغالګرانو ته یو څرګند پیغام لري، او هغه دا چي هر کله یو ملت راوېښ سي، هغوی ضرور د اشغالګرانو د جاسوسۍ ځالي په نښه کوي.
یاد لاریونونه لاهم روان، او دخپلو غوښتنو په منلو تاکید کوي، دوی هیڅکله شاتګ نه مني او خپلو ملګرو ته د لا استقامت او ټینګښت سپارښتنې کوي.


















