لبنان کې د حکومت پر ضد پراخ لاريونه شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ ليندۍ، ۱۳۹۸)
لبنان کې چې د اکتوبر د ١٧مې نیټې نه د حکومت پرضد کومې مظاهرې روانې دي، اوس په تشدد بدلې شوي دي.
د کارپوهانو په اند داسې ويره ده، چې روانې مظاهرې به په تشدد بدلي شي او د ١٩٧٥ او ١٩٩٠ ترمنځ کورنۍ جګړې لمبې به بيا بلې شي.
د لبنان د يلازمينې بيروت په ګډون د دې هيواد په مختلفو ښارونو ک مظاهرچيانو خپل احتجاج ته داوام ورکړی دی. حکومت د شیعه مسلمانانو اړ عیسویانو ترمنځ د شخړو د مخنیوي لپاره او د امنیت ساتلو په خاطر پوځ ځای پر ځای کړی دی.
یو شیعه مشر گواښ کړی دی، چې حالت له کنټرول نه وتونکی ښکاري. هغه ویلي دي چې لبنان د گډوډۍ پر لور روان دی. هغه د سياسي مشرانوڅخه غوښتي چې د حالاتو د کنټرولولو لپاره دې ژر تر ژره اقدامات وکړي.
لاريون کوونکي وایي چې حکومت کې د اداري فساد له کبله ملک د تاریخ تر ټولو لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی.



