افغانې ډاکټرې د سرطاني ناروغيو د درملنې دستګاه جوړه کړې

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
یوې افغانې ډاکټرې ‘شکردخت جعفري’ په لومړي ځل د سرطاني ناروغيو د درملنې دستګاه جوړه کړې ده.
نوموړې چې د دايکندي ولايت اوسېدونکې ده، پخپله هم د سرطان په ناروغۍ اخته ده او پلار یې هم له دې ناروغۍ مړ شوی دی. د نوموړې په وينا غواړي چې د دې دستګاه په مرسته نور انسانان له دې مرګونې ناروغۍ وژغوري.
اغلې جعفري وايي، دا ماشین یې له ساده ښیښو جوړ کړی دی چې کولی شي د رادیو تراپۍ پر مهال ناروغانو ته رسېدونکې لوړې او ټیټې شعاعوې اندازه او د ناروغ ډېره ارزانه درملنه وکړي.
نوموړې زياتوي: “ما خپله اختراع ثبت کړې ده، دا یو اسانه کار نه و، په داسې حال کې چې له یوې خوا حامله وم او له بلې خوا د سرطان مرګونې ناروغۍ ځورولم”.
میرمن جعفري د ټکنالوژۍ او رادیولوژۍ په برخه کې طبي زده کړې په تهران کې کړي دي او له ۱۳۸۳ کال راهیسې يې کابل پوهنتون کې د استادۍ او د فرانسویانو په روغتون کې یې د ډاکټرې په توګه دنده ترسره کوله. او له څه مودې راهیسې په بریتانیا کې د “پي ایچ ډي” زده کړې کوي.



