د ایران مذهبي مشر افغانستان ته د ټرمپ په ناڅاپي سفر توند غبرګون ښودلی

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای افغانستان او سیمې ته د امریکايي مشرانو په بې اجازې او ناڅاپي سفرونو توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي په دغو ډول اعمالو سره امریکا د نورو ملتونو سپکاوی کوي.

ایت الله خامنه ای په خپله ټویټر پاڼه افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناڅاپي سفر په هکله ويلي، امریکايي مشران سیمې ته سفرونه کوي او د عراق په څېر هېواد ته پرته د چا له اجازې سفر کوي، خو پلازمېنې ته یې نه ځي او په خپلو پوځي اډو کې پاتې کيږي[ دا په دې معنا ده چې امریکايان غواړي په لوی لاس د ملتونو د خپلواکۍ سپکاوی وکړي او ازادي يې ترسوال لاندې راولي.]

ديادونې وړ ده چې دامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه په ناڅاپي ډول افغانستان ته راغی او د باګرام په هوايي ډګر کې له الوتکې ښکته شو او له خپلو پوځیانو سره یې د امریکا د شکرانې د ورځې مراسم ولمانځل.

ټرمپ ددې په ځای چې پلازمينې کابل ته لاړشي او په ارګ کې دکابل حکومت له مشر سره وويني اشرف غني يې باګرام ته راوغوښت او دپوځيانو په شتون کې يې ورسره وليدل.

مربوطه مطالب

Back to top button