(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۹، شنبه)
د هلمند چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د سرحدي لواء قومندان جنرال ظاهر مقبل په یوه چاودنه کې وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.
د هلمند پوليسو د امنيه قومندانۍ وياند څارمن محمد زمان همدرد وايي، جنرال ظاهر مقبل نن د ليندۍ ۹ غوښتل چې له لښکرګاه څخه مارجې ولسوالۍ ته ولاړ شي چې پرلاره کې پرې ماين چاودنه شوې.
د همدرد په وينا، جنرال مقبل لومړی سخت ټپي خو وروسته يې روغتون ته پرلاسه ساه ورکړه.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم د نوموړي وژل کيدل تاييدوي په وينا يې د جنرال مقبل هاموي ټانګ د ناوې او مارجې ولسواليو تر منځ پر ماین ختلی او نوموړی وژل شوی دی.
د ځواک په وينا، دا چې په مارجه کې عملیات ختم شوي و او خبريالانو غوښتل چې راپور برابر کړي نو خبريالان هم له نوموړي سره په دغه ټانګ کې سپاره و چې د یو خبريال په شمول دوه نور کسان ټپيان شوي دي.
د هلمند د خبريالانو اتحاديه وايي، د شمشاد تلويزيون خبريال سردار محمد سروري چې په ياده پېښه کې ټپي شوی، دا مهال يې روغتيايي وضعيت ښه دی.
تر اوسه د دغه بريد مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخستی خو دا چې د هلمند ډيره برخه د طالبانو تر حاکمیت لاندې ده او وخت ناوخت پر چارواکي او دولتي ځواکونو بريدونه او چاودنې کوي نو د امنیتي سرچينو په وینا ښايي ياد برید هم د طالبانو له خوا ترسره شوی وي.
















