(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لیندۍ ۹، شنبه)
یوه افغان سوک وهونکي سهيل احمد مغلزي د انګلستان په پارک هال کې خپل انګلیس سيال ډايلن ډراپر ته ماتې ورکړه.
سهيل احمد مغلزي تر دې دمه په پنځلس لوبو کې ګډون کړی چې د پرونۍ سيالۍ سره يې ټولې څوارلس لوبې وګټلې.
نوموړي پر خپله فسبوک پاڼه د یادې لوبې انځورونه خپاره کړي او له مينوه والو، هيوادوالو او رسنيو يې مننه کړې چې دی يې تشويق کړی دی.
سهيل احمد چې اوس مهال ۳۱ کاله عمر لري، اصلاً د ننګرهار ولايت دی خو په ماشوم توب کې انګلستان ته تللی او هلته يې د سوک وهنې لوبه پيل کړې چې دا مهال پکې ډيری لوبو کې خپل سيالان مات کړي دي.
















