لندن کې تر حملې وروسته د هالنډ په هاګ کې هم د چاړې بريد شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
لندن کي د چاړې په مټ د تره شوې حملې، چې دوه کسانو پکې وژل شول، په هماغه ورځ د هالنډ په هاگ ښار کې هم د چاړې په وسیله یو برید تر سره شو، چې درې کسان پکې ټپیان شول. بريدګر په تیښته بريالی شوی دی.
،”
پیښه کې د ټپیان شويو کسانو ټپونه ډېر ژور نه ول، او تر برید يوازې څو ساعته وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي. د پولیسو په خبره په شکمن بريدګر پسې یې پلټنې او تحقیقات روان دي.
پيښه داسې مهال رامنځته شوه، يو سړي پرون جمعه د هاګ په یو مشهور بازار کې د چاړې په وسيله بريد وکړ او درې کسان یې ټپیان کړل. د یادونې وړ ده چې دغه پيښه د لندن تر پيښي يوازې څو ساعته وروسته رامنځته شوې ده.



