کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۰ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
ایران کې د حکومت ضد وروستیو اعراضونو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر په اړه که څه هم حکومتي چارواکي څه نه وایي خو ځینې ایراني سرچینې وایي چې یوازې د دغه هېواد په شهریار ښار کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د کلمه په نوم یوې ایرانۍ ویبپاڼې راپور ورکړی دی چې په دې اعتراضونو کې د وژل شویو ۱۵۶ تنو جسدونه د بهشت زهرا په نوم غسلخانې ته او دغه راز د ۸۰ نورو جسدونه بیا ددې لپاره چې شمېر یې مشخص نشي ولسوالیو ته استول شوي دي.
د سرچینې په خبره، دغه راز په رودهن سیمه کې بیا ۱۶ اعتراض کوونکي د ایراني ځواکونو په ډزو وژل شوي دي.
د راپور په وروستۍ برخه کې د ایران له پارلمان څخه غوښتنه شوې ده چې هغه کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري چې پر خلکو یې مخامخ ډزې کړې دي.
په ورته وخت کې ځینې نورې باخبره ایرانۍ سرچینې وایي چې په دغو اعتراضونو کې د وژل شویو اعتراض کونکو شمیر ټولټال ۳۶۶ ته رسېږي، چې دا سخت ټکان ورکونکی دی.


















