کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۰ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د دې هیواد د حکومتي پوځیانو پر یوه پوسته وسله والو برید کړی دی چې له امله یې شپږو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني چارواکو ویلي چې دا پېښه نن ډېورنډ کرښې ته څېرمه شوې ده چې په پایله کې یې یو پوځي وژل شوی او پنځه نور سخت ټپیان دي.
د چارواکو په خبره، ټپيان یې سیمه ییز روغتون ته رسولي دي او د دوو هغو یې روغتیایي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
تر یادې وسلوالې پېښې وروسته ګڼ شمېر پولیس، پوځي او ملېشه ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.
تر اوسه د پېښې پړه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې وړاندې پاکستان میشتې t t p وسلوالې ډلې د ورته بریدونو مسوولیت منلی دی.


















