ننګرهار: په اچين ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو پلار او زوی وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۱، دوشنبه)

د راپورونو له مخې، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې عمليات کړي چې پر مهال يې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه عملیات د يادې ولسوالۍ مربوط د پيښې خوړ سيمه کې ترسره شوي چې د ځايي اوسيدونکو په وينا، وژل شوي دواړه کسان پلار او زوی دي.

امنیتي سرچينې وايي، دغه عمليات د مربوط د صفر دوه ځانګړې قطعې ترسره کړي خو تر اوسه د ننګرهار ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د صفر یو، صفر دوه، صفر درې قطعې، د ننګرهار میدان هوايي ځانګړې ځواکونه د امریکايانو په امر او د هغوی تر قوماندې لاندې عمليات کوي چې تر ډيره پکې ملکي خلک هدف ګرځي.

مربوطه مطالب

Back to top button