سوريه کې دحکومتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښتو کې ۷۰ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د سوریې په ادلیب ښار کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ په دوه ورځنیو سختو جګړو کې له دواړو خواو نږدې ٧٠ تنه وژل شوي دي.

په بریتانیا کې میشته د سوریې د بشري حقوقو د څار ډله وایي دروان کال د اګست د میاشتې راهیسې چې د روسیې په منځګړيتوب دبشارالاسد دحکومت او وسلوالو ډلو ترمنځ په يو اوربند موافقه شوې وه په ادلیب ښار کې دپرون ورځي جګړه تر ټولو سخته وه.

د سوریې لپاره د بشري حقوقو د څار ډله چې مرکز يې په لندن کې ده د یکشنبې په ورځ ناوخته د دوه ورځنۍ جګړې د مړو شمیره ٦٩ تنه ‏ښودلې وه
چې د وژل شویو کسانو له جملې نه ډير یې دسوريې حکومتي سرتیري دي.

مربوطه مطالب

Back to top button