سپینه ماڼۍ: ټرمپ او د ده وکیلان د ولسي جرګې استضاحیه غونډې نه ورځي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
سپينې ماڼۍ خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ده وکیلان به د چارشنبې په ورځ د ولسي جرګې د استیضاح استماعیه غونډې ته ورنشي.
د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکار پټ سېپولون ولسي جرګې ته په یو لیک کې ویلي، تمه نه لري چې ټرمپ به په دې غونډه کې ګډون وکړي ځکه د ده په وینا دا منصفانه پرېکړه نه ده.
شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د امریکا کانګرس له ولسمشر ډونلډ ټرمپ وغوښتل، چې د ډېسمبر پر څلورمه د استیضاح اړوند استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.
د امریکا د ولسي جرګې د قضایه کمېټې مشر جېروډ نډلر ویلي، ټرمپ دې په دې غونډه کې ګډون وکړي او یا دې د ده په اړه د څېړنو پر بهیر نیوکې نه کوي.
ټاکل شوې په دغه غونډه کې به له ولسمشرۍ د ښاغلي ټرمپ د لیرې کولو لپاره پر قانوني دلايلو او اړوند موضوعاتو هر اړخیز بحث وشي.
دوه میاشتې وړاندې د امریکا د ۲۰۲۰ کال ټاکنو لپاره یو شمېر نوماندانو هم دټرمپ په داخلي او خارجي پالیسیو نیوکې کړې وې او له نوموړي څخه یې غوښتي وو چې استغفا ورکړي.



