نتنياهو: اروپایي هیوادونه دې له ایران سره تجارت نه کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د اسرائیلو لومړي وزیر “بنیامين نتانیاهو” دایران په مشرۍ له اینستکس تجارتي سازمان سره د نورو شپږو اروپايي هيوادونو يوځای کيدل غندلې او دايې داروپايي هيوادونو لپاره يوستر شرم بللی

نتانیاهو تيره ورځ ویلي چې له “اینستکس” سره د اروپایي هیوادونو یوځای کیدل “ایران د لاريون کونکو لا زیات سرکوبه کولو ته هڅوي”

دنتنياهو په خبره چې د ایران رژیم د خپلو وکړو په وژنې بوخت دې او اروپایي هیوادونه د یوه قاتل دولت ملاتړ کوي.

د ادونې وړده چې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت هم د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیي په خپرولو سره له “اینستکس” تجاراتي سازمان سره د نورو شپږو اروپایي هیوادونو د یوځای کیدو په اړه ویلي وو:

که د وروستیو لاريونونو وژل شوي قربانیان د ایران څخه د دا ډول ملاتړ خبر واوري، په قبرونو کې به ولړزیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button