کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
وروسته تر هغه چې نوماندانو شورا په یوه طرحه کې د ملي مشارکت حکومت جوړولو وړاندیز وکړ؛ ارګ د دې طرحې په غبرګون کې ویلي چې د یاد حکومت جوړولو طرحه د اساسي قانون خلاف ده.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي، په دې وروستیو کې د ځینو شوراګانو له لوري د ملي مشارکت په نوم د حکومت جوړولو طرحه لاس په لاس کېږي چې دا چاره هیچاته د منلو نه ده.
صدیقي دغه راز زیاته کړې چې خلک د اساسي قانون په چوکاټ کې د جمهوري نظام د ساتلو په موخه د رایو صندوقونو ته لاړل او خپله اراده یې تمثیل کړه او دا ددې ښکارندویي کوي چې هغوی بېرته په اصطلاح د شاتګ اراده نه لري.
صدیقي زیاته کړې، افغانان د خالي او هوایي طرحو سزاوار نه دي او په دې توګه دې هغوی ته په کمه سترګه نه کتل کېږي.
صدیقي دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تېره اوونۍ د نوماندانو شورا؛ حکومت د ټاکنو په مدیریت کې په پاتې راتلو تورن کړی او د ملي مشارکت تر عنوان لاندې یې د یو حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.
د نوماندانو شورا تور پورې کړی وو چې دټاکنو کمیسیون د یو ټیم تر سخت فشار لاندې دی، او هرڅه چې حاکم ټیم یې وغواړي؛ تطبیقولی او پرې منلی شي.


















