هندوستان ټایمز: ممکن ټرمپ په یو ناڅاپي ډول له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۱ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
هندوستان ټایمز د امریکایي ولسمشر په اړه وایي، جمهورریس ټرمپ له افغانستانه د وتلو لپاره خامخا یو داو وهي، هغه په افغانستان کې وویل چې د طالبانو سره یې بیا خبرې شروع کړي دي.
هندوستان ټایمز زیاتوي، له افغانستانه د ټرمپ د وتلو فیصله باید هند حیران نه کړي، ځکه ټرمپ له ډېره وخته پدې لټه کې دی.
ټایمز وایي، افغانستان کې امریکا د کال ۴۵ ملیارده ډالره لګوي، او ټرمپ غواړي چي دا پیسې بچت کړي. بلخوا، اکثره امریکایان هم له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل غواړي، او ټرمپ د انتخاباتو په روان موسم کي دا خبره ښه درک کړې ده.
مطلب لیکي، له ډېر وخت راهیسې نوی ډهلي له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل منلي دي. هند پوهېږي چي امریکایان له افغانستانه وتل غواړي او هڅه کوي چي د امریکايي عسکرو د وتلو سره سم د پاکستان نفوذ زیات نسي.
هندوستان ټایمز وړاندې لیکي، د ټرمپ اوسنۍ تلوسه ښايي موقتي وي او یا ښايي له افغانستانه ډېر ژر ووځي، او د افغانستان حکومت د طالبانو ترحم یا سیلاوې ته خوشې کړي.
ټایمز دمطلب په وروستۍ برخه کې لیکلي، اصلي خبره دا ده چې ټرمپ د یوې کامیابۍ په لټه کې دی، او د ټرمپ سره هر څه ممکن دي.



