بنګلديش ليګ کې ‘رانګپور رايډرز’ لوبډلې محمدنبي خپل لوبډلمشر ټاکلی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
۳۴ کلن مشهور افغان آلراونډر محمد نبي عيسی خيل چې د نړۍ په بېلا بېلو ليګونو کې لوبېدلی، د بنګلديش غوره ليګ کې د خپلې لوبډلې (رانګپور رايډرز) لوبډلمشر وټاکل شو.
دا څلورم ځل دی چې محمد نبي د بنګلديش په غوره ليګ کې ګډون کوي او ښايي لوبډلې یې تجربو او مهارتونو ته په پام سره د لوبډلمشري پريکړه کړې وي.
د بنګلدیش غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ به د راتلونکې جمعې په ورځ په ۶مه نېټه پېل شي او د ۲۰۲۰م کال جنوري میاشتې تر ۱۱مې نیټې به دوام وکړي چې په کې به ۷ لوبډلې ۴۶ سیالۍ ترسره کړي.
ټاکل شوې چې محمد نبي به په نږدې راتلونکي کې د استراليا په بيګ باش سياليو کې هم ګډون وکړي، د نوموړي لوبډلې تېر کال د دې سياليو اتلولي ګټلې وه.
د يادونې وړ ده چې محمد نبي په ۲۰۱۴م اسيايي جام، او په ۲۰۱۵م پنځوس اوريزو نړيوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر و او افغانستان په نړيوال جام کې يوازينۍ بريا دده په مشرۍ کې ترلاسه کړې وه.



