
له امریکایی اشغاله د ناپوهۍ تر اشغاله
انجنیر عمیر ویاړ
که څه هم زمونږ هيواد په سیاسي، اقتصادي او نظامي ډګر کې اشغال دی او د همدې له امله مو کلتوري برخه کې بي بندوباره او منحرفو رسنیو د پانګوال نظام په مټ هيواد په هر اړخيز ډول اشغال کړی یا کم تر کمه د هیواد افقونه یې ډير خړ پړ کړیدي خو په تحصیلي او تعليمي ډګرونو کې هم د سرمایه دارۍ سیستم شتون راڅخه علمي پرنسپونه او اکاديميک اصول او ژمنتیاوي تر دې بریده تروړلي دي چې د غير اکاډيميکو خلکو په لاسونو د تحصيلي او تعلیمي ادارو پر مخ بیولو مو سمسترونه نيمګړي او زده کړي مسخره کړي او معیارونه له پښو لاندې شوي دي.
هيواد د امریکایی اشغال په نسبت د جهالت له اشغال لاندې راتللو سره ددې هيواد راتلونکي ډيره تياره کړي ده؛ بلکې وخت به راشي چې د سیاسي، اقتصادي او نظامي اشغال څخه به خلاص شو، خو د جهل او کلتوري اشغال لامله به د طبيعي مرګ سره مخ یو .
که څه هم پدې ډګر کې مبارزه د دولت، تعلیمي او تحصیلي ادارو او د ټولنې د منورې او اکاډيمیکې طبقي او والدينو او کورنيو ګډه دنده ده خو د ډيرو لخوا دې اړخ ته د بی اعتنایۍ له امله به دا يوغ په ځانته ځان هم مخکې وړو ځکه هر اشغال ختمیدای شي خو د جهل له اشغال نه خلاصون سخت کار دی. نو له ژمنو هیوادوالو مې هيله ده چې دې رسالت کی یو د بل ملګرتيا وکړي او د جهل تور تم او احرام پر وړاندې مبارزې تیار وي.



