اروپايي هيوادونه: ایران بيا د توغندیو دپراختيا په هڅه کې دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د جرمني، فرانسې او بریتانیي سفیرانو د ملګرو ملتونو مشر “انتونیو ګوتېرش” ته په یوه ګډ لیک کې لیکلي دي چې ایران د اټومي سرګلولو د لیږد توان درلودونکو بالستیک توغندیو ته بيا پراختیا ورکړې ده.
د دې دریو اروپایي هیوادونو په خبره د ایران دا ګام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړې لیک څخه ښکاره سرغړونه ده.
په ليک کې د ملګرو ملتونو له مشر “انتونیو ګوتېرش” څخه غوښتل شوي دي چې د امنیت شورا دې د دې موضوع په اړه بيړنۍ غونډه وکړي.
د دغو دريو اروپایي هیوادونو د سفیرانو له خوا د ملګرو ملتونو مشر ته د لیک له ليږل کیدو وروسته د امریکا ددفاع وزارت چارواکو اعلان کړی دی چې یوه ایراني کښتۍ یې نيولې ده چې د ګروز توغندیو پرزې په کې باروي.
امريکا ايران په يمن کې د سعودي مخالفو حوثي وسلوالو په ملاتړ تورنوي؛ خو ايران هر وخت دا ادعاوې رد کړي دي.



