کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د يونان پوليسو خبر ورکړی چې دغه هيواد د ‘ليسبوس’ ټاپو په يوه مهاجر کمپ کې يوه ۲۷ کلنه افغانه مېرمن هغه مهال مړه شوې چې د هستوگنې په کانتینر کې یې د ګازډبې دچاودنې له امله اور لگيدلی و.
د ‘اي آر ټي’ تلویزيوني شبکې د رپوټ په حواله د وژل شوې ښځې خاوند تر هغه د مخه چې د خپلې ښځې د ژغورولو هڅه وکړي، له کانتينره د خپلو دريو اولادونو په ايستلو توانيدلی و.
د راپورونو له مخې په کاراتيپې کمپ کې شاوخوا ۱۳۰۰ کسان ژوند کوي چې زياتره يې داسي کورنۍ دي چې ماشومان هم لري.
د یادونې وړ ده چې يونان سږ کال له ترکیې څخه اروپا ته د تلونکو پناه غوښتونکو په مهم بندر باندې بدل شوی دی.
















