طالبان: کندز کې يې ۱۸ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

کندوز ولايت څخه راپورونه وایي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې طالبانو د پولیسو پر یوه مرکز بريد کړی، ګڼ شمېر پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ياد ولایت د امنیې قوماندان جنرال “عبدالرشید بشیر” رسنیو سره په خبرو کې ویلي: پیښه کې ۹ تنه پولیس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر ليکلي چې د امام صیب ولسوالۍ “جوی بيګم” سيمه کې د دوی جنګياليو د پوليسو يو مرکز نيولې، د قومندان ظاهر او رسول په ګډون يې څوارلس تنه پوليس وژلي، څلور يې ټپيان کړي او “قومندان تاج محمد” يې له خپلو دوو ساتونکو سره ژوندی نیولی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button