یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د طالبانو په ليکو کې د بهرنيانو د شتون  ادعاوې، د امریکايي يرغل د تداووم هڅې!!

محمود نشرونکی: محمود
دسمبر 6, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
18
ځلې شریک شوی
221
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

غورځنګ

امریکا افغانستان اشغال کړی او لا تر اوسه هم دلته نظامي حضور لري.

دا هم ولولئ

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

دا چې د ملګرو ملتونو په نامه نړيواله اداره د دې لپاره جوړه شوې چې بې له کوم مذهبي، سمتي، ژبني او نورو تعصبونو څخه د ټولې نړۍ د هېوادونو امنيت وساتي او دغه منشور د مختلفو هېوادونو مشرانو دغه تړون لاسليک کړ، په دغه تړون کې اسلامي هېوادونو هم خپلو حالاتو ته په کتو سره ګډون وکړ، خو بیا هم د ملګرو ملتونو اداره له دومره ستر او درانه شعار او دعوې سره سره پر افغانستان د امريکا يرغل نه يوازې دا چې نه يې غندي، بلکې ملاتړ يې هم کوي او د تداوم لپاره يې مختلفې بهانې برابروي.

ملګري ملتونه په ډېره سپين سترګۍ سره په افغانستان کې پر امريکايي جناياتو سترګې پټوي او همدغه دامريکايانو او يا هم داخلي غلامانو له لوري کړل شوي جنايات بيا په پوره بې شرمۍ سره په طالبانو ورتپي.

د ملګرو ملتونو دغه ډول اعمال جوتوي چې پخوانی شعار يې  پالتو،  بې ځايه او يوازې د ويلو په بڼه دی، هيڅ عملي جنبه نه لري.

امريکا چې له کومه وخته پر افغانستان يرغل کړی دی له هماغه وخته يې په طالبانو پسې پروپاګند هم پيل کړی دی او هڅه کوي چې طالبان له هره اړخه وځپي.

خو طالبان بيا له هغه وخته چې په قطر کې يې خپل سياسي دفتر پرانيستی، له سيمه اييزو او نړيوالو هېوادونو سره پر اړيکو جوړولو بوخت دي او لا تر اوسه يې خپله برحقه سياسي داعيه هم د ډېرو نړيوالو او سيمه اييزو خلکو تر غوږونو رسولې، طالبان په خورا مهارت سره خپله داعيه پر مخ بيايي او وخت پر وخت خپل هغه مخالفين چې د طالبانو په اړه يې ناسم نظر او رائيه درلوده؛ په دې قانع کوي چې مبارزه او جنګ يې له خپلو اسلامي اساساتو او خپلو ملي دودونو او عنعناتو څخه د دفاع په خاطر ده، نه دا چې نړۍ ته ګواښ او يا هم سيمه اييزو هېوادونو ته خطر پېښوي.

که څه هم زياتره هېوادونه اوس د طالبانو پر حقانيت او برحقتوب قائل دي خو امريکا لا هم په دې هڅو کې ده چې طالبان د نړيوالو په سترګو کې ترهګر او يوه نړيواله ترورستي ډله معرفي کړي.

خو د امریکا دغه هڅې له لومړيو هغو سره خورا ماهرانه توپير لري، مخکې به امريکايانو د طالبانو پر وړاندې يوازې دا ويل چې د پاکستان خلک دي او يا هم د سيمه اييزو هېوادونو استخباراتي ډله ده، خو کله چې د امریکا دغه درواغجنه داعيه د ثبوت تر حده ونه رسېده نو يې همدا ډول هڅې په بله بڼه پيل کړې.

داسې چې د سولې د خبرو اترو پر مهال هم امريکايانو له طالبانو څخه غوښتي وو چې يوه امريکايي اډه په افغانستان کې ومني مګر طالبانو ورسره د يوه امريکايي عسکر پاتې کېدل هم نه دي منلي، ځکه نو اوس امریکا غواړي د خپلو تېرو اتلس کلنو خواريو او مصارفو څخه يو څه لاسته راوړي او هغه دا چې اوس يې خپلو داخلي او بهرنيو ويندويانو او پروپاګندو والا ته امر کړی چې د طالبانو د بدنامولو او امريکايي اشغال د تداوم لپاره دا ځل د طالبانو په ليکو کې د بهرنيو مسلمانانو د شتون اوازې او پروپاګندې خپرې کړي، چې د دې پواسطه به طالبان يو ځل بيا د نړيوالو او سيمه اييزو هېوادونو تر نيوکو لاندې راشي او ان هغه هېوادونه چې اوس طالبانو ايله په دې قانع کړل چې دوی د چا په داخلي چارو کې کار نه لري بلکې د متقابل احترام او درناوي په اصل به له هر هېواد سره معامله کوي؛ هم د طالبانو پر خلاف دريځ خپل کړي او طالبان به يوه داسې ډله وبولي چې نړيوال امنيت ته ګواښوونکي وي. او امريکايان به د نړۍ د ساتونکو په نامه ونومول شي نو په دې واسطه به داشغال او امريکا نظامي شتون ته لاره پرانيستل شي.

خو طالبان هم  لکه څنګه يې چې امریکا په نظامي ډګر کې په ګونډو کړه، د مذاکراتو په مېز يې هم داعيه ورڅخه وګټله نو د امريکا دا د اوازو او پروپاګندو دسيسه به هم له ناکامۍ سره مخ کړي.

لوی ټکي: امريکايي اشغالبهرني مسلماناند تداووم هڅېطالبانم‍ذاکرات
مخکینې مطلب

هند د افغانستان په ګډون دپاکستان او بنګلدیش هندوانو ته تابعیت ورکوي

بل مطلب

د ناکامورا د جسد وړلو لپاره يې کورنۍ کابل ته رسېدلې ده

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
خبرونه

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
خبرونه

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com