کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د هندوستان په جنوبي ښار ‘حيدرآباد’ کې په جنسي تېري او قتل تورن څلور کسان د پوليسو له لوري په ډزو وژل شوي دي. د یو چارواکي په وينا تورنو کسانو هڅه کړې چې د تحقيقاتو پر مهال له پوليسو وسله وتښتوي.
په دې کسانو شک و چي پر ۲۷ کلنې ویټرنرې يې جنسي تېری کړی و او هغه يې وژلې وه. دغه پېښه په ټول هند کې د پراخو احتجاجونو لامل شوه. دا پېښه تر هغه وروسته رامنځ ته شوې ده چې تېره اوونۍ د قتل شوې مېرمنې مړی په سوځول شوی حالت کې وموندل شو.
د پارلمان وکيل او د حکومتي واکمن ګوند بهارتيا جنتا غړي ‘شوبها کارانلاجي’ پوليسو ته مبارکي ورکړې او ويلي يې دي چي هيواد داسې ساتونکو ته اړتيا لري چي د لوڼو حفاظت يې وکړي.
د جنسي تېري د يوې پخوانۍ پيښې د قرباني شوې نجلۍ مور آشا دېوي هم پوليس ستايلي دي. د دغې مېرمنې پر لور جنسي تېري هم زيات احتجاجونه رامنځ ته کړي ول. د آشا دېوي په وينا” پوليسو په ښه توګه خپله وظيفه سر ته رسولې ده.”
د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په هندوستان کې په ميرمنو د جنسي تېري پېښې زیاتې شوي دي، چې د خلکو، مدني فعالانو او په ځانګړې توګه د ښځو سخته غوسه يې راپارولې ده.


















