د کډوالۍ اداره: تېره میاشت ۱۲ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

کابل ټکى کام (شنبه، ۱۶ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د کډوالۍ نړیوالې ادارې نن په یو راپور کې ویلي چې له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۱۲ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.

دغې ادارې په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې ده، چې له تېرې یکشنبې ورځې راهیسې ۱۱۵۵۴ افغانان له ایران او ۲۳۳ تنه له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

خبرپاڼه وایي چې له دې ډلې ۶۳۹۱ افغان کډوال له ایران او ۱۰ تنه له پاکستان څخه په جبري ډول او نور په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

ددې ادارې په وینا، د روان کال له پیله له ۴۶۰ زرو زیات افغانان له ایران او له ۱۸ زرو زیات له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې له دې ډلې څخه ۱۹۳ زره افغانان له ایران او له ۲۵۵۰ زیات نور له پاکستان څخه په جبري ډول ایستل شوي دي.

پاکستان او ایران دوه هغه هیوادونه دي چې لکونه افغان کډوال پکې مېشت دي، دا کډوال وخت ناوخت د ځینې ستونزو له کبله افغانستان ته په جبري ډول راستنیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button