علي سیستاني: د عراق د نوي لومړي وزیر ټاکنه دې له بهرنۍ لاسوهنې پرته وشي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د عراقي شیعه ګانو پېژندل شوي مذهبي لارښود “علي سیستاني” ويلي چې په عراق کې دې د نوي لومړي وزير ټاکل د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې څخه پرته ترسره شي.

د عراق پخواني لومړي وزير “عادل عبدالمهدي” تېره اوونۍ له خپلې دندې استعفا ورکړه او پارلمان یې هم استعفا ومنله.

علي سیستاني پرون جمعه ویلي هیله لري چې د نوي لومړي وزير ټاکل کيدل به داساسي قانون په چوکاټ کې ترسره شي او دغه ټاکنه باید د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پاکه وي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د یو شمېر راپورونو له مخې بغداد ته د ایران د یو ځانګړي استازي د سفر او له نوي حکومت څخه د ایران د ملاتړ په اړه خبر ورکړل شوی دی.

علي سیستاني چې په عراق کې د شیعه ګانو تر ټولو ستر مذهبي مشر دی، تل یې په عراق کې د بهرنیو لاسوهنو پر ضد خبرې کړي او په عراق کې یې ایران ته د ورته یو حکومت له رامنځته کیدلو سره مخالفت څرګند کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button