کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د قطر د بهرنيو چارو وزير منلې چې د سعودي عربستان او نورو خليجي هيوادونو سره يې د ستونزو د حل په موخه خبرې کړې دي.
د شنونکو په باور دغه مذاکرات کولای شي د قطر او سعودي عربستان تر منځ دوه کلنه شخړه هواره کړي.
د قطر هيواد د بهرنيو چارو وزير “محمد بن عبدالرحمن” ويلي چې هیواد ېې له سعودي عربستان سره د ستونزو د هوارۍ په موخه خبرې ترسره کړي دي.
نوموړي سعودي ته د خپل سفر او د سعودي عربستان له چارواکو سره د ليدو کاتو په اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې.
د يادونې وړ ده چې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او مصر، د ۲۰۱۷م کال په جون مياشت کې قطر له تروريزم څخه په ملاتړ تورن کړ او پر دغه هيواد يې اقتصادي بنديزونه ولګول.















